په کوټه کې انتحاري حملې ۴ پاکستاني پولیس وژلي

څلور پاکستاني پولیس نن په کوټه ښار کې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

پولیس وايي، برید کوونکو هغه موټر په نښه کړ چې د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل په‌کې وو.

په دې پېښه کې د پولیسو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.

پولیس وایي، حامد شکیل په وروستیو کلونو کې د بېلتون‌پالو کوچنیو ډلو د غړو او یاغیانو په نیولو کې مهمه ونډه لرله.

تر دې برید څو ساعته وروسته پاکستاني طالبانو د دې حملې مسؤلیت واخیست.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې برید کوونکو له ۱۵ کېلو ګرامه چاودېدونکو موادو کار اخیستی وو.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو افسرانو د وژنې په اړه خواشیني ښودلې ده.