ټرمپ: چین دې د شمالي کوریا د لانجې په هوارولو کې مرسته وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په رسمي سفر چین ته تللی، پر هغه هېواد ټینګار کړی چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د لانجې د هوارولو په برخه کې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

ډونالد ټرمپ چې نن‌یې په پیکنګ کې له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره خبرې کولې دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې مهمې وبللې او د امریکایي او چینایي شرکتونو ترمنځ‌یې د ۲۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د سوداګریزو معاملو د لاسلیک اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه:

"زه د ډېرو کلونو لپاره د بریالیتوب او ملګرتیا سترګې په لار یم څو نه‌یوازي زموږ خپلې ستونزې بلکې د نړۍ ستونزې هوارې کړو، د لویو خطرونو او امنیت ستونزې، زه باور لرم موږ کولای شو چې تقریباً ټولې ستونزې هوارې کړو، ښایي ټولې."

په وروستیو میاشتو کې پیونګ یانګ ځیني بالیسټیک توغندي او هم خپله شپږمه اټمي ازموینه کړې ده چې په دې سره‌یې د ولسمشر ټرمپ سخت غبرګون راوپاراوه.

ولسمشر ټرمپ ویلي چین کولای شي د شمالي کوریا لانجه ژر او اسانه هواره کړي، نو پر پیکنګ‌یې غږ وکړ چې له شمالي کوریا سره خپلې اقتصادي اړیکې پرې کړي.

ولسمشر ټرمپ دغه‌راز له روسیې څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

چین د پیونګ یانک یو عمده سوداګریز متحد دی.