د ځنګلونو رئیس: د پستې او جلغوزیو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ولایتونو کې د پستې او جلغوزیو ځنګلونو ته پاملرنه د یادو وچو مېوو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل ګرځېدلې ده.

د دغه وزارت د ځنګلونو رئیس امان‌الله امانیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د پستې او جلغوزیو د ځنګلونو ساتنه او ورته پاملرنه د نوموړي وزارت د ستراتېژۍ له مخې د خلکو د کمېټو له‌خوا شوې ده.

که څه هم ښاغلي امنیار په دې اړه ارقام وړاندې نه‌کړل، خو ویې‌ویل چې ځنګلونو ته پاملرنه د دې لامل ګرځېدلې چې د یو کېلو جلغوزیو بیه تر ۲۵۰۰ افغانیو پورې لوړه شي او دغه‌شان پسته هم پخه راټوله شي.