بهرامي به د ناټو په غونډه کې پر پاکستان د ډېرو فشارونو غوښتنه وکړي

تمه ده د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ډګر جنرال طارق‌شاه بهرامي د ناټو د دفاع وزیرانو په دوهمه غونډه کې پر پاکستان د لا ډېرو فشارونو غوښتنه وکړي.

دغه غونډه نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په اړه په تفصیل بحث وشي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر د خبرو یوه برخه کې په پاکستان کې د وسله‎والو مخالفینو د پناه ځایونو پر له‎منځه وړلو متمرکزې وي.

دی وايي:

"د دفاع وزیر خبرې به د هغو واقعیتونو انعکاس وي چې په سیمه کې موجود دي. د ترورېستانو د مرکزونو پر له‎منځه وړلو دې فشار راوړل شي او پاکستان تر فشار لاندې راوستل شي، څو خپلې پخوانۍ ژمنې او شعارونه عملي کړي."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د روان کال د اګسټ پر ۲۲مه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال وویل چې نور به د پاکستان په وړاندې چوپ پاتې نه‎شي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې له پاکستان سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې سره- سره لا هم دغه هېواد د ترورېستانو لپاره یو امن پناه ځای دی.