وال سټریټ ژورنال: په ۲۰۱۶ کال کې د افغان رسنیو ۱۳ کار کوونکي وژل شوي

لوېدیځو مطبوعاتو او د خبریالانو مدافع ټولنو پر شمشاد ټلوېزیون باندې د وړمې ورځې برید او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په وړاندې په شته ننګونو تبصرې کړې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چې مرکز یې په امریکا کې دی په یوه بیان کې پر شمشاد ټلوېزیون باندې د سې شنبې ورځې حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

د دې کمېټې د اسیايي پروګرامونو همغږي کوونکي سټیفن بوټلر ویلي، پر شمشاد باندې حمله یوازې پر یوه ټلوېزیون حمله نه، بلکې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ برید دی.

په بیان کې د سټیفن په حواله ویل شوي چې افغان حکومت باید هر هغه څه چې یې په توان کې وي د رسنیو د کار کوونکو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره وکاروي.

بې‌پولې خبریالانو هم په خپله وېب‎پاڼه کې پر شمشاد ټلوېزیون حمله غندلې او د زیانمنو شويو خلکو له کورنیو سره‌یې خواخوږي کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو په راپور کې د افغانستان او ایران لپاره د دې سازمان د مسؤل رضا معیني په حواله راغلي چې افغان امنیتي ځواکونه رسنیو او خبریالانو ته د امنیت د ټينګښت مسؤلیت لري.

د بې‌پولې خبریالانو په راپور کې راغلي چې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ د خبریالانو د خوندیتوب له پلوه په ۱۲۰ مقام کې ځای لري.

د بخښنې نړیوال سازمان په بیان کې هم پر شمشاد ټلوېزیون برید یو وېروونکی جرم بلل شوی چې د مشروع کار پر وخت‌یې خبریالان هدف ګرځولي دي.

د یاد سازمان په خبره د سې شنبې ورځې حملې دا په ډاګه کړه چې کابل لاهم په افغانستان کې یو له خطرناکه سیمو دی.

د بخښنې نړیوال سازمان اروپايي ټولنو ته هم پيغام ورکړی چې له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو په ایستلو سره هغوی له خطر سره مخ کوي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې په ۲۰۱۶ کال کې د افغان رسنیو ۱۳ کار کوونکي وژل شوي دي.

۱۰ تنه‌یې وسله‌والو طالبانو وژلي دي.

د سې شنبې په ورځ په حمله کې چې د شمشاد پر ټلوېزیون د دوو وسله‎والو له‎خوا وشوه د دغه ټلوېزیون یو ساتونکی ووژل شو او څه باندې شل کارکوونکي یې ټپیان شول.

داعش ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.