بلخ کې د ازادو رسنیو مدافع ټولنو پر شمشاد ټلوېزیون برید وغانده

په بلخ کې د ازادو رسنیو مدافع ټولنو په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون د پرون ورځې برید وغانده.

په شمال کې د خبریالانو انجمن، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د افغان خبریالانو ټولنې او د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی استازو د یو شمېر خبریالانو سره نن د بلخ د ولایتي شورا په ودانۍ کې راټول شول او پر شمشاد ټلوېزیون‌یې د تېرې ورځې برید وغانده.

د رسنیو دې فعالانو پر شمشاد ټلوېزیون برید پر ټولو ازادو رسنیو او د بیان پر ازادۍ برید وباله او ویې‌ویل ترهګر د دا ډول بریدونو په ترسره کولو نه‌شي کولای په افغانستان کې د بیان ازادي له‌منځه یوسي.