سټولټنبرګ: طالبان ستراتېژیکو اهدافو ته رسېدو کې ناکام شوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، طالبان په افغانستان کې خپلو ستراتېژیکو اهدافو ته په رسېدو کې ناکام شوي دي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ سټولټنبرګ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، طالبانو ته‌یې پیغام دا دی چې ناټو به په افغانستان کې پاتې شي او د افغان ځواکونو لپاره به روزنه، ملاتړ او مرسته برابره کړي، څو هغوی وتوانېږي چې له طالبانو او ترورېستي ډلو سره وجنګېږي او خپل هېواد باثباته کړي.

سټولټنبرګ وویل، طالبان خپلو هغو اهدافو کې پاتې راغلل چې غوښتل یې د ولایتونو پر مرکزونو کنټرول تر لاسه کړي او له همدې کبله‌یې پر ولسي خلکو بریدونو ته مخه کړې.

د ناټو عمومي منشي وویل سبا پنجشنبه به د ناټو د دفاع وزیران په افغانستان کې د دې سازمان د قاطع ملاتړ مأموریت په اړه په تفصیل بحث وکړي.

تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي وو دا سازمان به افغانستان د افغان ځواکونو د مرستې او ملاتړ د هڅو د پیاوړي کولو لپاره درې زره اضافي سرتېري واستوي.