د وروستیو امنیتي پېښو په اړه د ولسي جرګې ځينو غړو اندېښنې

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د مخ په زیاتېدونکو فعالیتونو، انتحاري او ډله‌ییزو حملو لامل، د هېواد د کشفي او استخباراتي ارګانونو کمزوري او بې‌پروايي ده.

دوی د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷» د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د هېواد پر خراب امنیتي وضعیت اندېښنې وښودې او پر حکومت‌یې غږ وکړ چې د استخباراتي او کشفي ارګانونو فعالیتونه وڅاري او د هرې رامنځته شوې ناوړې امنیتي پېښې په تړاو دې وپوښتي.

صالح: د هېواد کشفي ارګانونه بې‌ځایه پیسې لګوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړي صالح محمد صالح وویل:

"د هېواد کشفي ارګانونه بې‌ځایه پیسې لګوي، ټول فساد په همدغو ارګانونو کې دی، که موږ دغه یوه اداره پاکه، سالمه او مسلکي کړه، له ۸۰ فیصده ستونزو څخه وځو او همدارنګه د سړي تښتونې او ترورېستي اعمالو مخه نیول کېږي."

سربېره پر دې د ولسي جرګې بل غړي ظهیر سعادت هم کشفي او استخباراتي ادارې په ورسپارل شویو دندو کې، په بې‌پروايۍ تورنې کړي.

ښاغلی سعادت زیاتوي:

"په دې وروستیو کې د طالبانو، داعش او حقاني ترورېستې ډلې خپل جنګیالي تنظیموي او پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، د استخباراتو، کشف او د ملي امنیت د ریاست دندې، ایا څه نورې دي؟"

د ولسي جرګې غړي د هېواد پر ناوړه امنیتي وضعیت او د انتحاري حملو پر زیاتوالي په داسې حال کې اندېښنې ښيي چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ وسله‌والو په کابل کې پر شمشاد خصوصي ټلوېزیون ډله‌ییزه حمله وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

د شمشاد ټلوېزیون د امنیتي کمرو تصویرونه

دغه‌راز تېره اوونۍ د کابل ښار د وزیر اکبر خان مېنې په ډیپلوماتیکه سیمه هم انتحاري حمله وشوه.

Your browser doesn’t support HTML5

وزیر اکبر خان سیمه کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي

سربېره پر دې د سې شنبې ورځې ناوخته د میدان وردګو د پوليسو پر تعلیمي مرکز هم انتحاري او وسله‌واله حمله وشوه چې مسؤلیت‌یې وسله‌والو طالبانو په غاړه واخیست.

همداراز په روان کال کې په کابل ښار او ګڼو ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د ورته ډېرو نورو حملو راپورونه هم خپاره شوي چې خلک‌یې سخت اندېښمن کړي دي.

په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت وايي، کشفي او استخاراتي ارګانونه هڅې کوي چې د وسله‌والو مخالفینو بریدونه شنډ کړي.

رحیمي: کشفي او استخباراتي ارګانونه خپلې چارې ترسره کوي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"کشفي او استخباراتي ارګانونه خپلې چارې ترسره کوي، دغو ارګانونو ته اپراتیفي پلانونه ورکړل شوي، ان‌شاءالله د هېواد او په تېره د کابل ښار امنیتي وضعیت به ښه شي."

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ولسي جرګې غړي د انتحاري حملو په کشفولو کې د استخباراتي ارګانونو پر فعالیتونو انتقاد کوي.

د ولسي جرګې پر غړو سربېره د افغانستان مدني ټولنو هم پخوا تر دې پر کشفي او استخباراتي ارګانونو ورته انتقادونه کړي دي.

خو د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي چې د دوی ځواکونو د مخالفینو د ترسره شویو انتحاري حملو په نسبت، د هغوی د ورته ډېرو بریدونو پلانونه کشف او شنډ کړي دي.

راپور: خان محمد سیند