بروکسل کې به د افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو پر ملاتړ خبرې وشي

د ناټو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې راټولېږي او ټاکل شوې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ د زیاتولو پر لارو چارو به خبرې وکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د ناټو تر مشرۍ لاندې به افغانستان ته درې زره اضافي سرتېري واستول شي، څو د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو افغان ځواکونو لپاره د روزنې، سلامشورې او ملاتړ هڅې پیاوړې کړي.

د ناټو د دفاع د وزیرانو له نننۍ غونډې مخکې په ناټو کې د امریکا سفیر پرون په بروکسل کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم وباله او ویې‌ویل، له اسلام‌اباد غواړي چې د افغانستان په ثبات کې مثبت رول ولوبوي.

ټاکل شوې چې د ناټو دفاع وزیران به نن د بروکسل په غونډه کې پر هغو لارو چارو بحثونه وکړي چې له مخې یې وکولای شي په افغانستان کې د افغان اردو او پولیسو ملاتړ پیاوړی شي.