سټولټنبرګ: افغانستان کې به د نړيوالو پوځيانو شمېر ١٦ زرو ته لوړ شي

د ناټو سرمنشي وايي، په افغانستان کې به د نړيوالو پوځيانو شمېر شااوخوا ١٦ زرو ته زيات شي.

ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې يوه کنفرانس ته وويل:

"دا مهال مو په افغانستان کې د پوځيانو شمېر شااوخوا ١٣ زرو ته رسېږي چې نوی شمېر به‌يې د ١٦ زرو په حدودو کې وي. دوى به په ځانګړي ډول د افغانستان د خاصو عملياتو ځواکونه روزي، مرسته به‌يې کوي او سلا مشوره به ورکوي. دغه خاص ځواکونه د ترورېستانو او طالبانو په وړاندې په جګړه کې مهم ثابت شوي. موږ به‌يې په هوايي ځواک سره مرسته کوو."

د ناټو دفاع وزيران به نن چهارشنبه او سبا د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان قواوو پر تجهيز، تمويل او همکاريو خبرې وکړي.