د ناټو د دفاع وزیرانو د بحث مهمه موضوع افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو ده

د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې د بحث یوه مهمه موضوع افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو ده.

د ناټو یوه چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، تېر ماښام ازادي راډیو ته د ناټو په مرکز کې وویل، ټاکل شوې ده چې ۲۷۰۰ نور امریکایي پوځیان او ۸۰۰ تنه هم د نورو هېوادو پوځيان افغانستان ته واستول شي.

دغه مقام زیاته کړه چې دغه شمېره کېدای شي چې بدله شي او سبا به د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په دې اړه په تفصیل بحث وشي.

په سبانۍ غونډه کې به ډګر جنرال طارق‌شاه بهرامي د افغانستان د ملي دفاع سرپرست او ورسره پلاوی هم برخه واخلي.

د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې د ناټو دفاع وزیران او شریکان به‌یې د غوڅ ملاتړ د مأموریت د پیاوړي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دغه مأموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې د افغان ځواکونو د روزنې، مرسته ورکونې او سلا مشورې لپاره پیل شو.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ زیاته کړه:

"نور ځواکونه به واستول شي. اوسنۍ شمېره شااوخوا ۱۳۰۰۰ پوځیان دي، نوې شمېره به نږدې ۱۶ زرو ته ورسېږي. پر ځانګړو افغان ځواکونو تمرکز کوو، دا هغه ځواکونه دي چې د طالبانو او ترهګرو په وړاندې په جګړه کې تر ډېره مهمه ونډه لري، موږ به له دوی سره د هوایي ځواکونو د پیاوړي کېدو په برخه کې مرسته وکړو."

د ناټو دفاع وزیران په داسې وخت کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي چې د دولت د مخالفه وسله‌والو هلې ځلې زیاتې شوې دي.

په دې ترڅ کې پرون داعش د شمشاد پر خصوصي ټلوېزیون په کابل کې د حملې مسؤلیت ومانه.

په دې پېښه کې د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د ویاند وحید مجروح په وینا درې تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې سربېره سټولټنبرګ وویل چې د افغان حکومت مخالف وسله‌وال چې په دې ډله کې طالبان هم راځي له پوځي لارې نه‌شي بریالي کېدای.

نوموړي وویل چې افغان ځواکونه په مېړانې او ټینګ عزم مبارزه کړې او ناټو به د هغوی د لاپياوړي کېدو لپاره نورې هڅې وکړي.

  • شمالي کوریا

د افغانستان د مسئلې تر څنګ د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې پوځي تړون د قوماندې پر جوړښت او د شمالي کوریا د ګواښ په اړه هم بحث کېږي.

ناټو هڅې کوي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې په غړو هېوادو کې د ناټو د قوماندې جوړښت په بشپړ ډول اغېزمن دی او له دې تړونه بهر هم اغېز لري.

د ناټو عمومي منشي وویل:

"په دې غونډه کې تمه ده چې وزیران په اصولو کې د ډېر کار پر بنسټ پر یوې ولاړې عمومي طرحې موافقه وکړي. په دې کې د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ د سمندر د ساتنې په هدف یوه نوې قومانداني او په اروپا کې د ځواکونو د حرکت د ښه‌والی او تجهیزاتو لپاره یوه قومانداني هم شامله ده."

بل لور ته ینس سټولټنبرګ دا خبره وکړه چې د شمالي کوریا د بالیستیکي توغندیو پروګرام او اټمي هڅې د ناټو غړو هېوادو او متحدانو ته ګواښ دی.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې دغه ډول نړیوال ګواښونه نړیوال ځواب غواړي او ناټو هر راز تېري کوونکي ګواښ ته ځواب ورکولای شي.