مجروح: پر شمشاد ټلوېزیون حمله کې ۳ کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

د عامې روغتیا د وزات مطبوعاتي سلاکار وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د شمشاد پر ټلوېزيون ننني وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ کسان ټپیان شوې دي.

نوموړي وویل، ټپیان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي او له وژل شوېو څخه دوه تنه عدلي طب او یو جسد هم کور ته لېږدول شوی دی.

بل خوا شمشاد تلویزون چې د دې برید له کبله یې خپرونې ځنډېدلې وې بېرته خپلې خپرونې پیل کړي او ویلي دې چې پر ودانۍ یې برید پای ته رسیدلی دی.

د داعش وسله والې ډلې سره یوې تړلې رسنۍ اعماق ویلي چې دا برید د داعش وسله والو کړی.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په تېر یو کال کې د رسنیو پر مرکزونو دوېیم ډله ییز برید دی چې داعش وسله وال یې مسؤلیت پر غاړه اخلي.

تردې مخکې یې په ننګرهار راډیو تلویزون خونړۍ برید ترسره کړی و.