سټولټنبرګ: ناټو به افغانستان ته درې زره اضافي سرتېري واستوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ناټو به افغانستان ته درې زره اضافي سرتېري واستوي، څو د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ مأموریت پیاوړی کړي.

سټولټنبرګ چې د ناټو د دفاع د وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې یې په بروکسل کې څرګندونې کولی، وویل، دا سازمان غواړي چې په بېلابېلو لارو د افغان حکومت ملاتړ زیات کړي.

هغه وویل، له دې لارو یوه مهمه‌یې په افغانستان کې د سرتېرو زیاتول دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:

"هلته به نور سرتېري واستول شي. دا مهال په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې شااوخوا ۱۳ زره سرتېري دي او دا شمېر به ۱۶ زره سرتېرو ته ورسول شي. دوی به افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرسته برابروي. په ځانګړې توګه به زموږ ډېر تمرکز پر ځانګړو افغان ځواکونو وي چې د ترهګرو او وسله‌والو پر ضد جګړه کې ډېر مهم ثابت شوي دي."

د ناټو منشي ینس سټولټنبرګ وویل، له دې اضافي ځواکونو څخه نیمايي به د امریکا متحده ایالات او پاتې به‌یې د ناټو نور غړي برابروي.

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې ناټو به په افغانستان کې بېرته محاربوي عملیاتو کې ګډون ونه‎کړي، خو په افغانستان کې به د افغان ځواکونو د ملاتړ مأموریت پیاوړی کړي.

نوموړي وویل، د دې هدف دا دی چې په افغانستان کې د جګړې اوسنی په ټپه ولاړ حالت مات شي او د حکومت مخالف وسله‎وال درک کړي چې دوی په جګړه کې بریا نه‌شي تر لاسه کولای او باید د خبرو اترو مېز ته کېني.

ناټو به په افغانستان کې بېرته محاربوي عملیاتو کې ګډون ونه‎کړي.

سټولټنبرګ همداراز وویل چې موږ به د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره هم هڅې زیاتې کړو او ویې‌ویل چې د هوايي عملیاتو په برخه کې اوس د افغان هوايي ځواک وړتیا تر پخوا ډېره شوې ده.

سټولټنبرګ: موږ به د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره هم هڅې زیاتې کړو.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دوی به له افغان ځواکونو سره د حربي ښوونځیو په بهتره کېدو او همدارنګه د قوماندې او کنټرول په برخه کې هم مرسته او ملاتړ زیات کړي.

هغه وویل، ناټو هڅه کوي چې د افغان ځواکونو مالي تمویل هم ډاډمن شي او زیاته‌یې کړه:

"له امریکا پرته د ناټو نورو غړو هېوادونو د افغان پوځ او پولیسو د ملاتړ لپاره په کلنۍ توګه د یو میلیارد ډالرو د برابرولو ژمنه کړې."

د ناټو عمومي منشي وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په وروستیو کې نور هم خراب شوی او تېره میاشت مرکز کابل او د افغانستان نورې سیمې د ګڼو خونړیو بریدونو او جګړو شاهدې وې.