ناټو: کندز کې وسله‌والو ته تلفات اوښتي، خو ملکيان نه‌دي زیانمن شوي

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي چې د امریکا پوځ په کندز ولایت کې د ګډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه شواهد نه‌دي موندلي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا پوځ د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه خپلواکې څېړنې وکړې.

بیان تائیدوي چې په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله‌والو مخالفینو ته تلفات اوښتي، خو ملکي وګړي نه‌دي زیانمن شوي.

له دې مخکې د کندز د ولایتي شورا یوه غړي ویلي وو چې د دې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ۱۴ تنه ملکي وګړي د امریکا د پوځ په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ د مأموریت بیان یادونه کوي چې ناټو د ملکي تلفاتو مسئلې ته په ډېره جدي سترګه ګوري، خو د سیمې هېڅ یوه روغتون یا کلینیک هم نه‌ده تائید کړې چې د جګړې د ټپیانو علاج‌یې کړی.