کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې څه خپاره کړي؟

کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو او دغه‌شان په دغه هېواد کې د واټس‌اپ او ټلېګرام د بندېدو د موضوع په تړاو یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله کې لیکلي، داسې ښکاري چې د انتخاباتو جوړول په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د حکومتونو او خلکو په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

ورځپاڼه لیکي، کوم انتخابات چې په تېرو درېيو کلونو کې په افغانستان کې وشول، د درغلیو او بهرنیو لاسوهنو له امله ښايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو بد انتخابات وو او خلک هم له همدې امله پرې بې‌باوره شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، دا دی بیا څو میاشتې انتخاباتو ته پاتې دي، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، لازمې تیارۍ او هغه څه چې باید تر سره شوي وی، نه‌دي شوي او د کمېسیون په بې‌پرې توب‌یې هم شک څرګند کړی.

په سرمقاله کې اندېښنه ښودل شوې، که چېرې دغه انتخابات په خپل وخت ترسره نه‌شي، بې‌ثباتۍ او د خلکو ستونزې به لا پراخې شي.

  • هېواد

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اراده په دې تړاو نه‌ماتېدونکې ده او په ټینګه وايي چې له دې لارې به د ولسواکۍ ستر ارزښتونه پر ځای کړي.

په مطلب کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ولس هیله او ارمان ګڼل شوی او ویل شوي چې دا هیله او ارمان پوره کېدونکی دی.

د مطلب لیکوال دا هم لیکلي چې یو شمېر مغرضې کړۍ د دغو انتخاباتو د جوړولو په وړاندې خنډونه او توطئې جوړوي چې په خبره‌یې، کله به هم خپل هدف ته ونه‌رسېږي.

هېواد په خپلې نننۍ ګڼه کې د واټس‌اپ او تلېګرام د بندېدلو په تړاو، د خپرو شویو خبرونو په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست خبرپاڼه هم خپره کړې چې په‌کې راغلي، حکومت هېڅ ادرس او بنسټ ته د بیان د ازادۍ د وسایلو د بندولو اجازه نه‌ورکوي او وروستۍ خپره شوې موضوع به تعقیب او رسيدګي به ورته وکړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې هم د دغې خبرپاڼې په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي.

اطلاعات روز لیکي، دا اقدام ورسته تر هغې کېږي چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په دې اړه اندېښنه وښوده او د افغانستان مشرانو جرګې هم پرېکړه کړې وه چې په دې اړه به د اترا ادارې مسؤلین خپلې غونډې ته ورغواړي.