خواجه اصف: افغان حکومت باید د پاکستاني ډيپلوماتانو امنیت ټينګ کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وايي، د افغانستان حکومت باید د پاکستاني ډيپلوماتانو او سیاسي کارکوونکو امنیت ټينګ کړي.

خواجه محمد اصف پرون دوشنبه ماښام په جلال‌اباد کې د خپل هېواد د قونسلګرۍ د یوه ډيپلومات د وژل کېدو له امله، خواشیني څرګنده کړه او پر ټویټر یې په یوه پیغام کې دا حمله په شدت وغندله.

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو ډيپلومات پرون دوشنبه ماښام په جلال‌اباد کې د ناڅرګندو وسله‌والو کسانو په حمله کې ووژل شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله، وژل شوی ډيپلومات نییر اقبال رانا نومېږي.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا پېښه غندلې ده.

زاخېلوال پرون ناوخته پر ټویټر ولیکل چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت سره‌یې پر دې مسئله خبرې کړي او پر مسؤلو چارواکو یې غږ کړی چې لازمه همکاري وکړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي بېګا ازادي راډیو ته وویل، دوو وسله‌والو کسانو چې په موټر سايکلونو سپاره وو، د پاکستان د قونسلګرۍ پر کار کوونکو د ماښام په شپږ بجو د ښار په درېیمه ناحیه کې ډزې وکړې او ويې‌واژه.

د خوګياڼي په وینا، حمله کوونکي تښتېدلي دي.

د ترکیې خبري اژانس اناتولي د ننګرهار د والي د ویاند په حواله لیکلي:

"نییر اقبال رانا د ډيپلوماتیک پروتوکول خلاف پرته له دې چې اړوند مسؤلین خبر کړي، په خپل سر د جلال‌اباد ښار بازار ته په سودا پسې وتلی و."

نییر اقبال رانا په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ د ويزې په دفتر کې مأمور و او خپل استوګنځي ته نږدې وژل شوی دی.

د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

نییر اقبال رانا ۵۲ کلن، د پنځو ماشومانو پلار او د اسلام‌اباد اوسېدونکی و.

په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ازادي راډیو ته وویل:

"نه‌پوهېږي چې پر رانا د حملې دلیل څه دی."

دا حمله په داسې حال کې شوې چې د اکټوبر په ۲۷مه ناڅرګندو وسله‌والو کسانو په پېښور کې د کنړ د والي مرستیال محمد نبي احمدي وتښتاوه.

چارواکي وايي چې احمدي د درملنې لپاره پاکستان ته تللی و او تر اوسه‌یې پته نه‌ده لګېدلې.

تر دې مخکې، په جون میاشت کې دوه پاکستاني ډيپلوماتان په جلال‌اباد کې وتښتول شول، خو یوه میاشت وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونو خوشې کړل.