په جلال‌اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو ډيپلومات وژل شوی

په جلال‌اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ یو ډيپلومات د ناڅرګنده وسله‌والو په حمله کې ووژل شو.

نییر اقبال رانا د پاکستان په قونسلګرۍ کې د ويزې مأمور و.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دوو ناپېژندل شویو وسله‌والو چې په موټرسایکلونو سپاره وو، پرون دوشنبه د ماښام په شپږو بجو پر دې ډيپلومات ډزې وکړې.

په کابل کې د پاکستان سفیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې په جلال‌اباد کې یې ډيپلومات وژل شوی، خو د حملې په هدف نه‌پوهېږي.

په جلال‌اباد کې د پاکستان د سفارت پر کارکوونکي د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

د دواړو هېوادونو چارواکو دا حمله غندلې ده.