پاکستان: له امريکا سره له خبرو ښکاري چې د نظر بشپړ توافق نه‌شته

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، له امريکا سره له روانو مذاکرو ښکاري چې د نظر بشپړ توافق وجود نه‌لري.

خواجه محمد اصف نن دوشنبه په اسلام‌اباد کې د امريکا او پاکستان د دوه اړخيز ديالوګ د غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، بيا هم د ځينو پراخو مسايلو په اړه تفاهم شته.

ښاغلي اصف وویل:

"زه لږ په ډاډ ويلى شم چې له امريکا سره د همکارۍ لار صافه ده، د سرحدونو د کنټرول، د کډوالو د ستنېدو، په افغانستان کې د وسله‌والو د خوندي مرکزونو او په پاکستان کې د سخت دريځو د پټنځايونو په څېر د لويو مسايلو په اړه، پراخه همکاري شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي، د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د باور د بيا ايجاد لپاره هڅې پيل شوې دي.

خواجه اصف وايي، امريکا ډاډ ورکړى چې په افغانستان کې د هندوستان نقش پر سياسي همکارۍ محدود دى.

د امريکا ولسمشر په اګست مياشت کې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره، د خپلې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان انتقاد کړى و چې د سخت دريځو وسله‌والو پر ضد يې، کوټلي اقدامات نه‌دي کړي.