له "هاګ" محکمې سره د جنګي جرمونو په څېړلو کې د افغان حکومت د مرستې غوښتنه!

د افغانستان د بشر حقونو څار سازمان، د جنګي جرایمو د نړیوالې محکمې یا هاګ له‌خوا په افغانستان کې د شویو جنګي جرایمو د څېړنې لپاره، د افغان حکومت پر اغېزمن رول او کلکې ارادې ټینګار کوي.

دغه سازمان وايي، که حکومت غواړي چې د ولس اعتماد خپل او په هېواد کې ټولنیز عدالت پلی کړی، نو د جنګي جرایمو له نړیوالې محکمې سره دې، د جنګي مجرمینو د محاکمې په برخه کې همکاري وکړي.

د دې سازمان رئیس لعل ګل لعل د دو شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا د افغان حکومت مسؤلیت دی چې په دې برخه کې د جنګي جرایمو له نړیوالې محکمې سره مرسته وکړي.

د افغانستان د بشر حقونو د څار سازمان رئیس لعل ګل لعل

ښاغلي لعل زیاته کړه:

"زه فکر کوم، که حکومت دوی سره همکاري وکړي، نو له یوې خوا به په ولس کې د حکومت محبوبیت زیات شي او له بلې‌خوا به په ټولنه کې عدالت تأمین شي او خلک به هم راضي واوسي."

دا په داسې حال کې ده چې د جنګي جرایمو د نړیوالې محکمې څارنوالانو ویلي، غواړي په افغانستان کې د شویو جنګي جرایمو په اړه څېړنې پیل کړي.

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې لویې څارنوالې فاتو بنسودا ویلي، له لسیزو راهیسې د افغانستان خلک د جګړې په اور کې سوځي او د دوی د وضعیت له لومړنۍ بشپړې او دقیقې څېړنې وروسته، دې پایلې ته رسېدلي چې د څېړنې د پیل لپاره، د روم له تړون سره سم ټول حقوقي معیارونه پوره شوي.

د دې په وینا، د دې خبرې د منلو لپاره کافي دلایل شته چې د افغانستان په جګړه کې بشري جنایات شوي دي.

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې لویه څارنواله فاتو بنسودا

مېرمن بنسودا ویلي دي چې د دوی تحقیقات به پر هغو جنګي جرمونو متمرکز وي چې د ۲۰۰۳ میلادي کال له مې میاشتې په راوروسته موده کې، د افغانستان په قلمرو کې شوي دي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د جنګي جرمونو د ادعاوو د څېړلو لپاره باید لومړی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لارې چارې وموندل شي.

په ورته وخت کې د افغان عدالت غوښتونکو ټولنه بیا د جنګي جرایمو له نړیوالې محکمې په دې برخه کې، د ژر تر ژره عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

د دې ټولنې رئیسه ویدا احمد وایي:

"يو خو اعلان دی چې دوی وايي، موږ دغه کار کوو، بل عمل دی، که دغه چاره عملي شي، نو دا ډېر ښه اقدام دی او هغه کورنۍ چې قرباني شوي، هیله‌مندې کېږي، خو دا چې دوی د خپل قانون له مخې، له تېر سره کار نه‌لري، نو د دې لپاره په افغانستان کې باید يوه ملي محکمه جوړه شي چې تېر جرمونه هم وڅېړي."

جمهوري ریاست تر دې دمه په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاوو د څېړلو په اړه د هاګ محکمې د غوښتنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې غړی شو، نو همدې ته په پام سره، دا محکمه د هغو جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه د څېړنو خبره کوي چې له یادې نېټې وروسته په افغانستان کې شوي دي.

راپور: واصل وصال