په کابل کې افغان سوداګرو او ګمرکي مسؤلینو ته د ګمرکي اصولو او د صادراتو د اسانتیاو په برخه کې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ورکشاپ کې د دې تر څنګ سوداګرو او ګمرکي مسؤلینو ته د وروستیو بدلونونو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکول کېږي.
ښاغلي پسرلي زیاته کړه:
"له فساد سره د مبارزې به برخه کې دواړه لوري باید په دې پوه شي چې څومره مسؤلیتونه او صلاحیتونه لري، دا شان ورکشاپونه د فساد د کچې په راټیټولو کې خورا مرسته کوي."
دغه ورکشاپ د مالیې وزارت د ګمرکي څانګې د مسؤلینو لهخوا جوړ شوی دی.