دفاع وزارت: د تېرو ۲۴ ساعتونو د عملیاتو پر مهال ۴۶ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو پر مهال، ۴۶ وسله‌وال مخالفان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو دغه ګډ عملیات د غزني، پکتیکا، بلخ، جوزجان، فاریاب، کندز، بغلان، تخار او هلمند په‌کې تر سره شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په یادو عملیاتو کې د وسله‌والو مخالفینو یو شمېر وسلې او مهمات هم له‌منځه وړل شوي دي.

خو وسله‌والو مخالفینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.