سوریه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو په یوه کمپ کې چاودنه شوې

په سوریه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې یوه چاودنه شوې چې لسګونه کسان‌یې وژلي او ټپيان کړي دي.

د سوریې پر بشري حقونو د څار ډله وايي چې چاودنه پرون د دېرالزور په ختیځ کې شوې ده.

د څارونکو په خبره ۷۵ کسان په دې چاودنه کې وژل شوي او ۱۴۰ تنه نور ټپيان دي.

د سوریې د بشري حقونو د لندن مېشتې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د دې چاودنې قربانیان هغه بې‌ځایه شوي کسان دي چې د اسلامي دولت ډلې او د سوري پوځیانو او د امریکا له ملاتړ برخه‌منو ملېشه‌وو د جګړو له وېرې له خپلو سیمو تښتېدلي دي.

کومې ډلې تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو پخوا د ورته حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د سوریې حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې دېرالزور یې د اسلامي دولت ډلې نه تصفیه کړ.

د داعش جنګیالي د دېرالزور له سیمو له عراق سره په پوله کې دښتو ته مخه کړې ده.