ټرمپ: له جاپان سره زموږ سوداګري مناسبه او ازاده نه‌ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د جاپان د سفر په دوهمه ورځ له متحده ایالاتو سره د جاپان پر سوداګريزو اړیکو انتقاد وکړ، ویې‌ویل چې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري منصفانه او ازاده نه‌ده.

ټرمپ نن مخکې تر دې چې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره رسمي خبرې پیل کړي، په توکیو کې د سوداګرو له مشرانو سره په غونډه کې وویل:

"موږ مناسب او ازاد تجارت غواړو، خو حاضردمه له جاپان سره زموږ سوداګري مناسبه او ازاده نه‌ده."

ده زیاته کړه:

"له ډېرو، ډېرو کلونو راهیسې امریکا له جاپان سره د تجارتي کسر له کبله تاوان کړی. نو په کار ده چې خبرې وکړو او دا کار په دوستانه ډول وکړو."

ډونالد ټرمپ دغه‌راز وویل، په میلیونونه جاپاني موټر د امریکا په متحده ایالاتو کې پلورل کېږي، خو په جاپان کې ډېر لږ امریکايي موټر خرڅېږي.