نی: طالبانو په غزني کې له رسنیو د مالیې ټولولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره، نی وايي، وسله والو طالبانو په غزني کې له خبري رسنیو د مالیې ټولولو غوښتنه کړې ده.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې په غزني کې رسنۍ د وسله والو طالبانو له سختو ګواښونو سره مخ دي:

"په غزني کې رسنۍ د وسله والو طالبانو له د فشارونو سره مخ دي او دا فشارونه د هرې ورځې په تېرېدو پراخېږي، وسله وال طالبان غواړي چې له رسنیو مالیه واخلي او د تروریستي اهدافو لپاره یې وکاروي."

نوموړي همدارنګه وویل، که چېري حکومت د وسله والو ډلو د دې کارمخه نشي نیولی، خپله مالیه دې لیرې کړي.

تر اوسه افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.