چارواکي: د ننګرهار په اچین کې هوایي بریدونو ۱۵ داعشیان وژلي

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ۱۵ غړو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ ناوخته په سیمه کې د داعش پر اهدافو بې پیلوټه الوتکې ۳ بریدونه شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

اچین په ننګرهار کې د داعش یو قوي مرکز ګڼل کېږي.