بزګران: په کندز کې د تېرو کلونو په توپېر د پنبې کښت کم شوی

په کندز کې یو شمېر بزګران او کارګران د ملي یووالي د حکومت له مشرانو د دې ولایت د سپین زر فابریکې بېرته فعالېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، که چېرې دغه ستر شرکت بېرته ورغول شي، لسګونه زره بې روزګاره ځوانانو ته به، د کار بوختیا برابره شي.

دوی وايي چې د سپین زر شرکت د غیرفعالېدو له کبله، اوس مهال په کندز کې بزګران د پنبې کرلو ته زړه نه ښه کوي، ځکه نه کورنۍ بازار لري او نه هم بهرنی چې له امله یې کښت کم شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له جګړو مخکې په کندز کې د سپین زر شرکت فعال و، هغه وخت تر ۲۰ زرو ټنه پخته په کال کې په دې ولایت کې لاسته راتله چې پخواني شوروي او چک سلواکیا هېوادونو ته صادرېدله، خو په خواشینۍ سره باید ووایم، له هغه وخته چې د سپین زر شرکت غیر فعال شوی، نو د پنبې کښت او کرل هم کم شوي دي."

بل خوا د کندز د سپین زر شرکت چارواکي بیا وايي چې دغې سترې فابریکي د کورنۍ جګړې پرمهال ډېر زیان لېدلی، خو تراوسه دولت د دغې فابریکې بېرته رغولو ته جدي پاملرنه نه ده کړې.