ډونالد ټرمپ اسیا ته د خپل لومړني سفر په پیل کې جاپان ته ورسېد

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اسیا ته د خپل لومړني سفر په پیل کې نن یکشنبه جاپان ته ورسېد.

د ټرمپ د سپرلۍ الوتکه چې له هاوایي څخه روانه شوې وه، سهار وختي په توکیو کې د امریکا په هوايي پوځي اډه کې کښېناسته.

ده په هوايي پوځي اډه کې له امریکايي پوځیانو سره ولیدل او هغه ځای یې ولید چې د ۱۹۴۱ میلادي کال د ډیسمبر په اوومه جاپاني پوځ پرې حمله کړې وه.

دا د لېرې ختیځ پينځو هېوادونو ته د ولسمشر ټرمپ د رسمي سفر برخه ده.

هغه پرون له هاوايي څخه د جاپان په لوري وخوځېد.

په وروستیو میاشتو کې شمالي کوریا په څو ځلي قاره ویشتونکي توغندي ازمویلي او اټمي ازموینې یې هم وکړې چې په مقابل کې یې ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړ چې په "اور او قهر" به ځواب ورکړي.

ډونالد ټرمپ به د جاپان له صدراعظم شینزو آبه سره د ګلف لوبه هم وکړي.