د سوریې دېرالزور کې موټر بم چاودنې لسګونه کسان مړه او ژوبل کړل

د سوریې په دېرالزور ښار کې یو موټر بم چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له دې وشوه چې حکومت په دغه ختیځ ښار کې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې په وړاندې د بري اعلان وکړ.

دېرالزور په سوریه کې د اسلامي دولت د وسله‎والې ډلې وروستی مرکز و.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا پرون شنبه د چاودنې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر اعلان نه‎کړ.