د خوست دیني عالمان: افغان پوځ د اسلام او هېواد لپاره قرباني ورکوي

د شنبې په ورځ د خوست لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې په دې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.

دوی زیاتوله چې افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ له اسلام او افغانستان څخه د دفاع په لاره کې قریاني ورکوي، نو علماء يې مرګ شهادت بولي او ملاتړ يې کوي.

ویناوالو د افغانستان د روان سیاسي او امنیتي کړکېچ یوازنۍ حل لاره سوله او پخلاینه وښوده اوپه دې لاره کې يې د افغان حکومت کوښښونه د یادولو وړ وبلل.

د دغو عالمانو له ډلې مولوي محمدعارف عرفان له دیني علماوو او قومي مخورو غوښتنه وکړه چې حق وینا وکړي، په کلکه د دې نظام ملاتړ وکړي او په خبره یې چې کوم ځای کې چې امنیت نه وي، نه په سم ډول عبادات پکې کېږي او نه معاملات.

د غونډې په پای کې دیني عالمانو او قومي مخورو یو شپږ ماده ییز پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې د سولې لپاره د روانو هڅو پر چټکتوب ټېنګار شوی و.

د خوست د دیني عالمانو د غونډې په پرېکړه لیک کې د ملي یووالي له حکومته هم ملاتړ په ډاګه شوی دی.