په افغانستان کې د زېږون پرمهال د مور ماشوم د مړینې اندازه ټیټه شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې اندازه کمه شوې ده.

دغ وزارت وايي ،سره له دې چې د تېرو کلونو په پرتله د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې اندازه کمه شوې، خو لاهم د سیمې په کچه افغانستان هغه هېواد دی چې په هر نیم ساعت کې یوه مېرمن د زېږون پرمهال مري.

د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال فدا محمد پیکان دا خبرې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۱۳» د کیفیت د تضمین او د ناروغانو د خوندیتوب په تړاو د یوې لمانځ غونډې په څنډه کې په کابل کې رسنیو ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه:

"البته د ښځو او ماشومانو مړینه د ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې ډېره راکمه شوې ده،خو لاهم افغانستان هغه هېواد دی چې پکي په هر نیم ساعت کې یوه مېرمن د زېږون پرمهال او لاهم په هر ساعت کې یو ماشوم د بېلابېلو ناروغیو له وجې مړه کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د یوې سروې پایلو ښودلې وه چې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په کچه کې زیاتوالی راغلی او په هر یو لک امیدوارو مېندو کې ۱۲۰۰تنې يې مري.

د روغتیا وزارت سروې: افغانستان کې هر یو لک امیدوارو میندو کې ۱۲۰۰ مري

د روغتیايي مرکزونو کمښت او ورته د خلکو نه ‌لاسرسی، په لرو پرتو سیمو کې د قابله‎ ګانو نه‌ موجودیت، ناامنۍ، د سړکونو خرابوالی، ترانسپورټي ستونزې او کورنۍ پرېکړې د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې مهم لاملونه یادېږي.

لاهم په افغانستان کې ۶۷ سلنه زېږونونه په کورونو کې کېږي

دا غونډه په کابل کې د فرانسویانو روغتون «FMIC» لخوا جوړه شوې وه.

په کابل کې د مور او ماشوم لپاره د دغه روغتون چارواکي وایي، د ناروغانو د خوندیتوب او ورته د بشپړو امکاناتو د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د دغه روغتون رئیس عبدالله فهیم ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"د ناروغانو خوندیتوب او د کار کیفیت لوړول هغه څه دي چې هر روغتون یې باید ترسره کړي او دغه روغتون د کاري کیفیت لوړولو او د ناروغانو د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي چې تر ممکنه حده پورې د مور او ماشوم د مړینې کچه ټېټه شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی د مېندو د مړینې او یو شمېر نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې کوي، خو دغه وزارت له دیني عالمانو او قومي سپین‎ږیرو هم غواړي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ