د مخابراتو وزارت د واټساپ او ټیلګرام په خدماتو موقتي بندیز لګولای

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، د واټساپ او ټیلګرام په خدماتو یې د تخنیکي ستونزو او ښه نظارت لپاره، موقتي بندیز لګولای دی.

د یاد وزارت ویاند نجیب ننګیال د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې، هغه اوازې رد کړې چې ګویا حکومت غواړي، د امنیتي ستونزو له امله په دې او ځینو نورو ټولنیزو شبکو بندیز ولګوي.

د ازادي راډيو خبریال یوسف خان ځدراڼ له ښاغلي ننګیال سره د همدې خدماتو په اړه مرکه کړې او په سر کې یې د دغو بندیزونو د لګول کېدو د دلیلونو په اړه پوښتلي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ننګیال سره مرکه