ټرمپ د اسیا د ۱۱ ورځني سفر په پیل کې نن جاپان ته رسېږي

ولسمشر ټرمپ به د اسیا د یوولس ورځني سفر په پیل کې نن جاپان ته ورسېږي.

دی به جنوبي کوریا، چین، ویتنام او فلپین ته هم ولاړ شي.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې مخکې تر دې چې هلیکوپټر ته پورته شي د نني سفر په اړه خبریالانو ته وویل:

"موږ به د تجارت په اړه خبرې وکړو، موږ به ښکاره ده چې د شمالي کوریا په باره کې وغږيږو، موږ به له ډيرو خلکو او هيوادونو سره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړو، موږ به وګورو چې څه پېښېږي، خو زما په فکر دا بریالی سفر دی، هلته ډېر ښه نیتونه شته."

تمه ده چې ټرمپ به د جنوب ختیځې اسیا له چارواکو سره د سوداګرۍ پر لاروچارو خبرې وکړي او له نورو سره به د خبرو یوه مهمه موضوع د شمالي کوریا اټمي لانجه وي.

په ویتنام کې به د امریکا ولسمشر د اسیا پسفیک د اقتصادي همکارۍ په سرمشریزه کې برخه واخلي.

دې غونډې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ورځي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې ښایي دواړه مشران د دې غونډې ترڅنګ سره خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ به بیا په فلیپین کې د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړیو هېوادونو د ټولنې په غونډه کې ګډون وکړي.