د پاکستان دفاع وزیر: په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي یو

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او په دې برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.

اسوشېټېډ پرېس اژانس د خرم دستګیر له قوله ویلي دي چې د افغانستان مسئله باید د خبرو له لارې حل شي او د هغه په خبره اسلام اباد به په دې خبرو کې همکاري وکړي.

خو نوموړي دا هم ویلي دي چې پاکستان نشي کولی د افغانستان جګړه پر خپله خاوره ترسره کړي.

د پاکستان ددفاع وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې له اسلام اباد څخه په خپله وروستۍ کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پاکستاني سیاسي او پوځي مشرانو ته په ډاګه کړې وه چې که د تروریستي ډلو پر ضد ګام پورته نه کړي ،امریکا به په خپله دا کار وکړي.