امریکايي پوځي بو برګډال نه زنداني کېږي

په متحده ایالاتو کې د یوې پوځي محکمې قاضي پرون حکم وکړ چې سرتېری بو برګډال به په افغانستان کې د خدمت پر مهال په خطر کې د خپلو ملګرو د اچولو په قضیه کې نه زنداني کېږي.

خو محکمې په خپل حکم کې د برګډال رتبه راټیته کړه او هغه يې لس زره ډالر نقدي جریمه کړ.

بو برګډال په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې په پکتیکا ولایت کې په خپل سر له پوستې څخه له وتلو وروسته د طالبانو لاسو ته ورغلی و.

د نوموړي د لټون په عملیاتو کې یو شمېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي وو.

برګډال تر دې مخکې محکمې ته اعتراف کړی و چې پرته له اجازې يې وظیفه پریښې وه، د دښمن پر وړاندې يې نا سم چلند کړی او خپل نور ملګري يې له ګواښ سره مخ کړي وو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برګډال په اړه چې ده د انتخاباتي کمپاین پر مهال خاین یاد کړی و، د محکمې دا پرېکړه یوه مکمله رسوايي بللې ده.

څارنوالانو بوبرګډال ته د هغه څه له امله چې د هغه د لټون په عملیاتو کې نورو امریکايي سرتېرو ته پېښ شوي د عمر بند سزا غوښتې وه.

برګډال په ۲۰۱۴ کال کې له ګوانټانامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشې کېدو په بدل کې خلاص شو.