عبدالله: په ټاکنو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي، نه احساسات

د افغان حکومت اجرئیه رئیس وايي، د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د واکمنۍ په پاتې موده کې، راتلونکي انتخابات په پوره دقت، شفافیت او ټاکلي وخت سره، ترسره کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس وايي، د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه، له احساساتي څرګندونو او پر بېړنیو اقداماتو له ټینګار څخه، د ملي ګټو په پام کې نیول غوره دي.

ښاغلي عبدالله عبدالله دا خبره د جمعې په ورځ د ولسي جرګې د پخواني غړي او د حزب اقتدار ملي د موسس سید مصطفی کاظمي د وژل کېدو د لسم تلین په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړه.

اجرائیه رئیس وویل، د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د خپلې واکمنۍ په پاتې موده کې، د ملي شورا او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ملي ګټو په پام کې نیولو سره، په پوره دقت، شفافیت او ټاکلي وخت ترسره کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"زموږ هڅه دا ده چې د ملي شورا، د ولسوالیو د شوراګانو او د جمهوري ریاست انتخابات په وخت ترسره شي، په دې برخه کې د بېړنیو او موقتو انتخاباتو خبرې چې هر څه له سره پیل کړو، دا د نظریاتو په بڼه مطرح کېدای شي، خو واقیت دا دی، هغه څه چې ملی ګټي یې ایجابوي او ملي ګټي دي، باید له احساساتو څخه یې لوړې وګڼو."

عبدالله عبدالله د کوم بنسټ یا شخص نوم وانه خېست، خو په دې وروستیو کې ځینو سیاسي بنسټونو، ویلي چې حکومت باید انتخاباتي نظام اصلاح او تخنیکي او مسلکي ظرفیتونه یې لوړ کړي.

د دغو بنسټونو په خبره، د انتخاباتو اړوند د حکومت سست عمل په دې مانا دی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره اراده نه شته.

سربېره پر دې د بلخ والي عطامحمد نور د سې شنبې په ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې منحل شي، ځکه چې د ده په خبره، که د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارې په همدې ډول پرمخ روانې وي، نو د انتخاباتو نتیجه به مطلوبه نه وي.

سربېره پر دې د اوبو او برښنا پخواني وزیر محمد اسماعیل د ملي یووالي د حکومت پای ته رسېدل غوښتي او پر ځای یې د موقتې ادارې رامنځته کول پېشنهاد کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د شفافو انتخاباتو لپاره یې له مدني ټولنې، قومي مشرانو او سیاسي ګوندونو څخه یو لړ طرحې ترلاسه کړي او هڅې کېږی چې عملی شي.

د دغه کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه غواړي چې د دولت او مخالفو سیاسي ګوندونو اختلافات، د دغه کمېسیون د فعالیتونو مخه ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدالبدیع صیاد

نوموړي وویل:

"هغه لوري چې له افغان حکومت سره سیاسي ستونزې لري، خپلې ستونزې دې له دولت سره حل او کمېسیون دې په کې دخیل نه کړي، ترڅو کمېسیون د انتخاباتو ملي پروسه چې عدالت په کې تامین شوی وي، په مستقلانه ډول پرمخ بوځي."

د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، دولت باید د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره ټولې زمینې چې مهمه یې امینت دی، برابرې او دغه ملي پروسه، د خلکو له ارادو سره سمه ترسره کړي.

د ده په خبره، که حکومت په دې برخه کې لازم عملي کارونه وکړي، پروړاندې یې انتقاد ته ځای نه پاتې کېږي.

راپور: خان محمد سیند