ډونالد ټرمپ لېرې ختيځو هېوادونو ته ۱۱ ورځنی سفر پېلوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او بالستیک توغندیو د ازموینو له امله د رامنځ ته شوي کړکېچ په اوج کې، نن جمعه لېرې ختيځو هېوادونو ته ۱۱ ورځنی سفر پېلوي.

ټرمپ به نن له واشنګټنه د هاوايي جزېرې پر لور پرواز وکړي او په پسفیک کې د امریکا د پوځیانو غونډې ته به خبرې وکړي، بیا به د پېرل بندر ته ورشي او د یکشنبې په ورځ به جاپان ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر به تر جاپان وروسته جنوبي کوریا، چین، ویتنام او فلپین ته ولاړ شي.

هغه به په ویتنام کې د اسیا پسفیک اقتصادي غونډې یاایپک ته ورشي چې د کرملین په وینا، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هم ورځي.

د پوتین ویاند دېمېتري پېسکوف نن له مسکوه په ټيليفوني کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې موږ د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د کتنې امکان نه شو ردولای او په حقیقت کې اوسمهال پر دې مسئله خبرې روانې دي.

د امریکا ولسمشر به فلپین ته په سفر کې د جنوبي او جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د سازمان یا اسیان په غونډه کې برخه واخلي.