یونسیف: په افغانستان کې هره ورځ ۲۶ ماشومان د اسهال له امله مري

یونسيف وايي، په افغانستان کې هره ورځ ۲۶ ماشومان چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، د اسهال له امله مري.

په افغانستان کې د یونسيف ادارې مشرې ادېل خضر ویلي:

"د ماشومانو داسې مړینه ډېره خواشینوونکې خبره ده، ځکه اسهال په اسانۍ د درملنې وړ دی."

یونسيف ویلي، په افغانستان کې پرمختګ شوی، ځکه مخکې به هر کال تر پنځو کلونو د کم عمر ۱۰ زره ماشومان پر اسهال مړه کېدل، خو اوس د کال نهه نیم زره ماشومان د اسهال له امله مري.

ملګري ملتونه وايي، هر کال په افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان مخکې تر دې چې پنځه کلن شي، مري چې ۱۲ فیصده یې د اسهال له امله دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې اړه تبصره نه ده کړې.