دانش: کابل کې د وروستۍ انتحاري حملې د قربانیانو شمېر ۷ ته ورسېد

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د تېرې سې شنبې د ورځې د ځانوژونکې حملې د قربانیانو شمېر اوو تنو ته ورسېد.

دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ وکړه.

په دغې حمله کې چې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې وشوه، شااوخوا شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه حمله به د ۱۰ او ۱۴ کلونو ترمنځ یوه هلک کړې وي.

د دغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.