د سوريې ملي ائتلاف د رژیم او مخالفو ډلو په غونډه کې ګډون نه‎کوي

د سوريې ملي ائتلاف چې د بشار الاسد د رژیم پر ضد په مبارزه کې عمده سیاسي اپوزېسیون دی او غرب‌یې ملاتړ کوي نن وویل چې د روسیې په بلنه، د سوريې د رژیم او مخالفو ډلو په غونډه کې ګډون نه‎کوي.

د سوريې ملي ائتلاف ویلي چې د روسیې په بلنه غونډه د جنوا د سولې خبرو ته چې ملګري ملتونه‌یې ملاتړ کوي، خنډ پېښوي.

ترکیې او ایران پرون د روسیې دا پلان چې غواړي د سوريې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب وکړي، تائيد کړ.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سوريې د حکومت استازو او د اپوزېسیون ۳۳ ډلو ته‌يې چې اول وار به کُردان هم په‎کې وي په سوچي کې په خبرو کې چې د "په سوریه کې د ملي ډیالوګ کنګره" عنوان‌يې ورکړی د ګډون بلنه ورکړې ده.

خو د سوريې د ملي ائتلاف ویاند احمد رمضان نن روېټرز خبري اژانس ته وویل چې ائتلاف له جنوا بهر او د ملګرو ملتونو له ملاتړه پرته په خبرو کې ګډون نه‎کوي.