مسیر: عطا محمد نور سر له اوسه د ټاکنو له پایلو سره مخالف دی

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د عطا محمد نور د تازه څرګندونو، په کابل کې د تېرې ورځې د حملې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په یو تحلیلي مطلب کې لیکلي چې "عطا محمد نور سر له اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پایلو سره مخالف دی".

ورځپاڼې په مطلب کې وړاندې لیکلي؛

ښاغلي نور چې تېره ورځ په هرات کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د ټاکنو کمېسیون باید له سره جوړ شي.

ورځپاڼه لیکي:

د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د بلخ والي همداراز خبرداری ورکړ چې که دغه کار ونه‌شي، نو راتلونکی ولسمشر به له وړاندې څرګند وي.

ورځپاڼې همداراز لیکلي چې عطا محمد نور په دې غونډه کې یو وار بیا په افغان ولسمشر نیوکې وکړې چې ګواکې ټول دولتي واکونه‌يې انحصار کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د هرې ورځې په تېرېدو د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزې ډېرېږي، ځکه خو يې له دې هېواده هغه څرخي الوتکې واخیستې چې امریکا ورکړې وې.

ورځپاڼې د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي چې امریکا له پاکستانه هغه ۵ څرخي الوتکې بېرته واخیستې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف‌يې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ورکړې وې.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه څرخي الوتکې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ډېورند په کرښه او په بلوچستان کې د وسله‌والو د فعالیتونو د څار په هدف پاکستان ته ورکړل شوې وې.

د ورځپاڼې په باور فکر کېږي چې دغه پرېکړه به د پاکستان له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د هغو غوښتنو له کبله وي چې د سپینې ماڼۍ چارواکو په وروستیو څو میاشتو کې په پرله‌پسې توګه له اسلام‌اباده کولې.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا ویلي چې امریکا یوه نوې وسله افغانستان ته رالېږي.

د ورځپاڼې په خبره دغه وسله د دې توانايي لري چې له دېوال او یا ونې شاته هم دښمن له‌منځه یوسي.

ویسا د امریکا د نشنل انټرسټ خپرونې په حواله همداراز ویلي چې افغانستان ته د امریکا استول کېدونکې وسلې د «ام ۴» پرمختللې هغه دي چې په بېلابېلو برخو کې ترې استفاده کېدای شي.

د سرچینې په حواله په افغانستان کې امریکايي ځواکونو دغه وسلې د وسله‌والو مخالفینو د «ار. پي. جي» راکټونو او نورو وسلو په وړاندې غوښتې ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کابل پرونۍ ترهګریزې حملې ته اشاره کړې چې له امله‌يې څلور تنه ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

د سرمقالې لیکوال د افغانستان د دفاع وزارت په حواله لیکلي؛ دا حمله د وزیر اکبر خان په سیمه کې وشوه چې ډیپلوماتیکه ساحه ده او په‌کې دا ډول پېښې ډېرې بدې اغېزې لري.

د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې ځکه خو پاکستاني ترهګرې کړۍ هڅه کوي چې په دغه ډول مهمو سیمو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وکړي او له افغانستان سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې ملګرتیا ته زیان واړوي.