سیګار: په ۶ میاشتو کې د طالبانو کنټرول له ۱۱ نه تر ۱۳ سلنې پورته شو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر یا سيګار وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو په افغانستان کې د خپل نفو‌‌‌ذ سیمه پراخه کړې.

سیګار د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د اګسټ په میاشت کې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې پر ۱۳ برخه طالبانو کنټرول درلود او یا یې یو ډول تر اغېز لاندې دي.

د راپور په وینا د طالبانو د نفوذ دا اندازه شپږ میاشتې مخکې د فبروري په میاشت کې په سلو کې ۱۱ وه.

سیګار وايي، اګسټ کې د ۴۰۷ ولسوالیو پر ۱۳ سلنه برخه طالبانو کنټرول درلود.

د دې راپور په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې د هغو افغانانو چې د طالبانو تر اغېز لاندې سیمو کې اوسېږي، شمېر کې هم شااوخوا ۷۰۰ زره کسان زیات شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي بیا د سیګار د راپور له موندنو سره موافق نه‎دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د سیګار د معلوماتو پر خلاف په تېرو څو میاشتو کې نه‌یوازې دا چې طالبانو کومه سیمه نه‎ده نیولې بلکې افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په شمول په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو له اغېز پاکې کړې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

دولت وزیري وايي:

"طالبانو خو کوم ځای نه‎دی نیولی، خو برعکس افغان وسله‎وال پوځ په هلمند کې د ناوې ولسوالۍ له دښمنه پاکه کړه، د نادعلي ولسوالۍ لیرې پرتې سیمې یې تصفیه کړي، په کندهار کې د غورک ولسوالۍ چې د دښمن په لاس کې وه پاکه مو کړه، ګڼې نورې سیمې هم له دښمن پاکې شوې دي. معنی دا ده چې موږ تهدیدونه راکم کړي او ډېرې سیمې مو پاکې کړې دي. زموږ حاکمیت نور هم پراخ شوی او ګواښونه هم د اوړي او پسرلي په مقایسه راکم شوي دي."

ښاغلي وزیري وویل، نه‌پوهېږي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر پر کوم بنسټ دا معلومات ورکړي دي.

سیګار د طالبانو د اغېز لاندې سیمو د زیاتېدو خبره په داسې حال کې کوي چې پر وسله‎والو طالبانو او داعش ډلې په دې وروستیو کې د امریکا د پوځ هوايي بریدونه زیات شوي او په مقابل کې یې وسله‎والو په ګڼو مېشتو سیمو کې چاودنو او ډله‎يیزو بریدونو ته زور ورکړی.

په دې لړ کې د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه کم عمره ځان وژونکي د وزیر اکبر خان په سیمه کې چاودنه وکړه چې لږ تر لږه پنځه کسان‌یې ووژل.

د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې یا داعش د دې برید پړه منلې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

کورنیو چارو وزارت: د کابل وزیر اکبر خان سیمه کې انتحاري حملې ۴ تنه وژلي

د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره، افغانستان ته اضافي امریکايي سرتېري استول شوي او دغلته د وسله‎والو پر اهدافو هوايي بریدونه زیات شوي دي.

د روېټرز خبري اژانس د افغان او لوېدیځو چارواکو له خولې ویلي، دا چې پر طالبانو او نورو وسله‎والو ډلو د امریکا د هوايي بمباریو له کبله فشار زیات شوی، هغوی په کابل او نورو ښارونو کې د نورو چاودنو او بریدونو هڅه هم کوي.

د سیګار په وروستي راپور کې همدارنګه ویل شوي، د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د ناټو او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په سلو کې ۵۲ زیاته شوې ده.