د کانونو وزارت له‌خوا د قیمتي ډبرو جوړ شوی نندارتون پای ته ورسېد

د کابل په پول تخنیک پوهنتون کې د کانونو او پطرولیم وزارت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نندارتون کې ۱۲ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي کاڼي، صنعتي منرالونه او ساختماني مواد په ۹۶ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي وو.

دغه نندارتون د کابل د پولې تخنیک پوهنتون له لوري جوړ شوی و چې د کانونو او پطرولیم وزارت په ګډون لسګونو خصوصي او دولتي شرکتونو هم په‌کې ګډون کړی و.