پر طالب مشرانو د بندیزونو د لګولو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره پر طالب مشرانو د بندیزونو د لګولو لپاره د اجرائیه رئیس په غوښتنې او د طالب مشرانو په وړاندې د پاکستان د اقدام پر څرنګوالي بحثونه کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس په حواله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دی پر ملا هبت الله او نورو طالب مشرانو بندیزونه ولګوي.

ورځپاڼې لیکلي چې ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر سره په لیدنه کې ویلي دي چې طالبان په افغانستان کې د عامه خلکو د وژنې عاملین دي، نو ملګرو ملتونو ته پکار ده چې د دې ډلې مشران د بندیزونو په لسټ کې شامل کړي.

خو ورځپاڼې وړاندې د ملي شورا د ځینو غړو او د سولې د عالي شورا په حواله لیکلي دي چې د حکومت دا ډول غوښتنې طالبانو او ملاتړو ته یې د جګړی د دوام پلمه په لاس ورکوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د اجرائیه رئیس د غوښتنې په اړه د سولې د عالي شورا غبرګون راخیستی او لیکلي دي چې د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد هیله مند دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د داسې کوم اقدام نه مخکې دوی له طالبانو سره یوې نتیجې ته ورسېږي.

ورځپاڼې وړاندې د مشرانو جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي دي چې دا د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت د دوه ګوني سیاست ښکارندویي کوي چې د دوی په وینا ناکامه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خوا پاکستان ته د طالب مشرانو او قوماندانانو د لېسټ سپارل بله مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي، اسلام اباد چې د امریکا د جنګي ستراتیژۍ مخالف دی، په نېږدې راتلونکی کې به د طالب مشرانو پر وړاندې اقدام کولو ته زړه ښه نه کړي.

ورځپاڼه وړاندی لیکي چې د پاکستان په حکومت کې ځینو کړیو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي دي چې اسلام اباد په دې باور دی چې د طالب مشرانو پر وړاندې پوځي اقدام به په افغانستان کې د سولې هڅې زیانمنې کړي.

خو ورځپاڼې وړاندې د ځینو کتونکو دا نظر راخستی دی چې پاکستان د دې لپاره د طالب مشرانو په وړاندې اقدام نه کوي چې د دوی په وینا اسلام اباد لا هم غواړي له دی ډلی نه په افغانستان کې د یوې وسیلي په توګه کار واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې له پاکستان او طالبانو سره د سولې تګلاره لري.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې ولسمشر اشرف غني ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له غړو سره په لیدنه کې پاکستان ته یو واضح پیغام درلود او هغه دا چې د کابل د سولې دروازې پرانستي دي، خو پاکستان باید پریکړه وکړي چې له مثبتې سیمه ییزې همکارۍ سره یوځای کېږي او که نه؟

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي غني د خبرو دا برخه راخېستی چې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو په چوکات کې خبرې کېږي چې د ده په وینا دمخه یې پایلي هم لرلی دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې امریکا پاکستان ته یو ضرب الاجل ټاکلی، څو په راتلونکو څو اونیو کې د طالب مشرانو پر ضد اقدام وکړي.

ورځپاڼه لیکي:

امریکایي چارواکو ویلي دي چې امریکا پاکستان ته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپله تګلاره روښانه کړې او اوس دوی په تمه دي چې پاکستان په لږ وخت کې د طالبانو په وړاندې عملي اقدام وکړي.

ورځپاڼه وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې که پاکستان دا کار ونکړي نو امریکا به د پاکستان ل مرستی پرته خپله لاس په کار شي.