نیویارک ټایمز: طالبان لږ تر لږه ۶۰ سلنه عواید له مخدره موادو ترلاسه کوي

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې د مخدره موادو پر تولید او قاچاق یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې راغلي چې طالبان د مخدره موادو له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال د مخدره موادو د تولید لابراتوار انځور کړی.

هغه لیکلي چې په دې لابراتوارونو کې د موادو د ګډولو لپاره خالي بېرلونه، د اړتیا وړ کیمیاوي مواد، سونګ توکي، چاپ ماشین، یو جنراتور او یو پمپ چې اوبه له نږدې څاه راباسي تر سترګو کېږي.

د مقالې لیکوال ویلي چې پولیس ځواکونو او د امریکا خاصو عسکرو سږ کال په بېلابېلو سیمو کې داسې څو ځایونه کشف کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکلي:

افغان ډیپلوماتان او چارواکي له دې اندېښمن دي چې د مخدره موادو د لابراتوارونو زیاتوالي د طالبانو د فعالیتونو د کمښت لپاره هڅې ننګولې دي.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې د راغلو شمېرو له مخې طالبان لږ تر لږه ۶۰ سلنه عواید د مخدره موادو له سوداګرۍ ترلاسه کوي.

له هنده افغانستان ته د غنمو د لومړنۍ جوپې لېږد یوه بله موضوع ده چې یو شمېر بهرنیو مطبوعاتو پرې تبصرې کړي دي.

  • ایکانومیک ټایمز

د هند انګرېزي ژبې ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې افغانستان ته د هند د غنمو د لومړنۍ جوپې لېږد د پاکستان د لا تر څنګ کولو لپاره یو قوي ګام بللی دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د هندو-افغان او ایران تړون پر اساس چې په ۲۰۱۶ کال کې شوی افغانستان ته د هند د غنمو لومړنۍ جوپه د یکشنبې په ورځ د ایران د چابهار بند له لارې ولېږل شوه.

د هند د غنمو د لومړنۍ جوپې لېږد د پاکستان د لا تر څنګ کولو لپاره یو قوي ګام بللی.

په لومړنۍ جوپه کې ۱،۱ میلیون ټنه غنم شامل دي چې د چابهار بندر له لارې به افغانستان ته په لاریو کې وړل کېږي.

ایکانومیک ټایمز لیکلي:

پاکستان اجازه ورنه‌کړه چې هند خپل مالونه د ګوادر له لارې افغانستان ته ولېږي نو د یکشنبې په ورځ د غنمو د لېږد پيل د چابهار بندر له لارې له دې بندر عملي ګټه اخیستنې ته زمینه برابره کړه.

  • ټلېګراف انډیا انلاین

ټلېګراف انډیا انلاین خپرونې هم افغانستان ته د غنمو د لېږد مسئله راخیستې، خو ویلي یې دي چې له چابهار بندر نه په داسې حال کې ګټه واخیستل شوه چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د اټمي تړون په باب د عدم تائید رأیه ورکړه.

ټلېګراف انډیا لیکلي:

که څه هم تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن په هند کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په ګوادر کې به د هندیانو او افغانانو ګټې په خطر کې ولوېږي تبصره ونه‌کړه، خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن د متحدو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره په شویو تړونونو کې د مداخلې نیت نه‌لري.

  • د پاکستان ټربیون ورځپاڼه

د پاکستان ټربیون ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان له په پام کې نیولو پرته هند د ایران له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ نوښت وکړ.

ټربیون لیکلي هند افغانستان ته د غنمو لومړنۍ جوپه وروسته له هغه ولېږله چې د امریکا د نوې پالېسۍ له مخې ولسمشر ډونالد ټرمپ په هند غږ وکړ چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.