ایزدیار: حکومت خلکو ته الکترونیکي تذکرې نه‌شو ورکولای

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، حکومت د راروانو انتخاباتو لپاره خلکو ته الکترونیکي تذکرې چې د ممکنو درغلیو مخنیوی یې کولای شوی، نه‌شي ورکولای.

محمد علم ایزدیار پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، حکومت د سیاسي فشارونو له امله د "ثبت احوال نفوس" قانون په تنفیذ او خلکو ته د الکترونیکي تذکرو په وېش کې ناکام شوی دي.

محمد عالم ایزدیار وویل:

"تر ټاکنو پورې شپږ یا پنځه میاشتې وخت لرو او نه‌شو کولای چې په افغانستان کې د ملاحظې وړ شمېر الکترونیکي تذکرې ووېشو. خو مخکې موږ ټینګار کړی و چې دا تذکرې باید د شفافو انتخاباتو لپاره ووېشل شي."

ولسمشر غني تېر کال یو تقنیني فرمان ورکړ چې پر اساس‌یې په الکترونیکي تذکرو کې باید د ملیت، قوم او دین کلمې لیکل شوې وی، خو د ولسي جرګې غړو پرون په ۸۳ رأیو رد کړ.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال پر حکومت ټینګار وکړ چې د ثبت احوال نفوس قانون تنفیذ کړي.

د افغانستان د ولسمشر دفتر په دې اړه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.