د انتخاباتو کمېسیون: د راتلونکو انتخاباتو د بهیر برېښنايي کېدل ناممکن دی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د وخت د کمښت او تخنیکي اسانتیاوو د نه‌برابرېدو له امله ښايي راتلونکې ټاکنې په کاغذي بڼه ترسره شي.

د دغه کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له ۱۳ هغو کمپنیو نه چې د ټاکنو د بهیر د برېښنايي کولو لپاره‌يې دوی سره ژمنې کړې وې، يوازې يوې کمپنۍ دوی ته اسناد سپارلي وو چې هغه هم په معیار برابر نه‎وو.

ښاغلی احمدزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې د رأيې ورکونې او رأيې شمېرنې په بهیر کې د ټکنالوژۍ نه ګټه اخیستنه ممکنه نه‌ښکاري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی

دی وايي:

"کوم وروستی راپور چې تخنیکي ټیم موږ ته وسپاره، په هغې کې داسې واضح لیکل شوي دي چې په اوسنیو شرایطو کې يوازې د رأیې ورکوونکو پېژندنه په ټنکالوژۍ باندې کېدای شي، خو د رأيې ورکول او شمېرل په افغانستان کې د انټرنټ او نورو تخنیکي اسانتیاوو د نشتوالی له امله ممکن نه‎دي."

خو نوموړی وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د بدیلو حل‎لارو د موندلو په هدف په دوه، درېیو نورو طرحو له مدني بنسټونو او حکومت سره سلا مشورې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون شااوخوا شپږ میاشتې مخکې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د ټنکالوژۍ پر مټ ترسره کړي.

د انتخاباتو کمېسیون وايي ښايي راتلونکې ټاکنې په کاغذي بڼه ترسره شي.

د دوی په خبره په انتخاباتو کې د ټکنالوژۍ نه ګټه اخیستنه به ۹۰ سلنه شفافیت رامنځته کړي.

هغه مهال د انتخاباتو نه د څار د يو شمېر بنسټونو او مدني ټولنو نظر په دې اړه دا وو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې ظرفیت نه‎لري چې راتلونکې ټاکنې د ټکنالوژۍ پر مټ په وخت ترسره کړي.

شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې د "سیاسي جریانونو د تفاهم‌‌لیک" په نوم شورا هم په کابل کې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د کارونو په تړاو انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې اوسني کمېشنران د راتلونکو شفافو انتخاباتو د ترسره کولو توان نه‎‌لري او باید له دندو لیرې شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۷ لمریز کال کې د سرطان د میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او د عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د ټاکنو په بهیر کې د ټکنالوژۍ نه د ګټې اخیستنې پرېکړه خیالي او پلان شوې نه‎وه او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، حکومت او نړیواله ټولنه اوس باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووايي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

ښاغلی رشید وايي:

"دوی ټولو په هغه وخت کې دغه پرېکړه په سمه توګه ونه‌کړه، د خلکو شپږ میاشتې يې بې له کومې لاسته راوړنې پرته ضایع کړلې، په کوم ځای کې چې موږ شپږ میاشتې مخکې و اوس هم په هغه ځای کې یو، بېرته د کاغذ سیستم ته تګ، نو يوه مرجع باید د دې ځواب ووايي، حال دا چې هېڅ‌څوک دغه مسؤلیت په ځان نه‌مني."

ښاغلی رشید له دې امله اندېښنه څرګندوي وايي، د انتخاباتو په برخه کې روان وضعیت نه‌یوازې د انتخاباتو د څار بنسټونه بلکې په ټوله کې د دغه هېواد خلک اندېښمن کړي دي.

راپور: واصل وصال