طالبان وايي، په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه بهرني استادان چې له دوی سره اسیران دي، یو یې د زړه په سختې ناروغۍ اخته شوی دی.
وسلهوالو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د زړه په ناروغۍ اخته اسیر امریکایي تبعه کیوین کېنګ ښودلی او یو ځل بیا یې د هغه د ازادولو لپاره پر خپلو شرطونو ټینګار کړی دی.
وسلهوالو طالبانو د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې د دې امریکايي پوهنتون له دغه استاد سره بل استرالیایي استاد تیموتي وېکس هم تښتولی دی.