عبدالله عبدالله: چابهار د سیمې په کچه د پیاوړې سوداګرۍ مهم فرصت دی

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، د چابهار بندر نه‌یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په کچه د پیاوړې سوداګرۍ یو مهم فرصت دی.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د دې بندر له لارې به هندي مرستې او توکي ډېر ژر افغانستان ته راورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هند له افغانستان سره د مرسته شویو غنمو لومړی کښتۍ تېره ورځ د چابهار بندر په لوري لېږلې ده.