ارزګان کې ملي اردو له ۳۵ بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یکشنبې په ورځ ناوخته افغان ملي اردو له ۳۵ بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.

په دغه ولایت کې د ۲۰۵م اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د یادې مرستې د وېش پر مهال رسنیو ته وویل، دغه مرسته چې خوراکي او غیر خوراکي توکي په‌کې شامل دي له هغه کورنیو سره کړي چې تازه‌يې سیمې د وسله‌والو طالبانو له شتونه تصفیه شوي او خپلو سیمو ته راستانه شوي دي.

په ورته د هغو کورنیو غړي چې مرستې ورسره وشوې ډېر خوښ دي او له دولته د ورته نورو مرستو غوښته هم کوي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغان پوځ په ارزګان ولایت کې له خلکو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کوي.