عطا محمد نور راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځان کاندیدوي

د بلخ والي عطا محمد نور ویلي، غواړي د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړي.

نور پرون دا خبره په مزار شریف کې د ترکیې په قونسلګرۍ کې د ترکیې د جمهوري ورځې د ۹۴ کلیزې په لمانځغونډه کې کړې ده.

پژواک خبري اژانس د عطا محمد نور په حواله ویلي چې د حکومت د مشرانو د بې‌غورۍ له امله ناامني زیاته شوې ده.

مرکزي حکومت تر اوسه د بلخ د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه‎دي ویلي.